ایکنانیوز د کفیل نړیوال چینل د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،دغه قرآنی سټال د بابل کربلا په سترې لارې کې د زیارتوالو لپاره په العلقمي کمپلیکس کې ترسره شوی او دعباسی مقدس آستان له علمي کمپلیکس سره اړونده د قرآن موسیسې په څارنې سره فعالیت کوي.
د موسیسسې یوه مسئول سید ستار جبار عبید په دې باب ووئيل؛ د قرآن موسیسه له څو کلونو راهسې هڅه کوي، چې د نیمه شعبان د زیارت پشمول په میلیوني زیارتونو کې د قرآن د قرائت د سمې زده کړې لپاره قرآني سټالونه ترسره کړي.هغه ووئيل ،دغه سټال هغه اهمیّت ته په پام سره چې ورځنیو لمانځونو کې الحمد سوره ئې لري،نیّت لري،هغوزیارتوالو ته چې د نیمه شعبان د زیارت لپاره کربلا معلی ته ورځي،ددغې مبارکې سورې قرائت ورزده کړي.
عبید ووئيل، د نیمه شعبان د زیارت په مناسبت د حضرت عباس علمدار علیه السلام د حرم د برکاتو د ډالۍ ویشل،ددغه سټال یو بل فعالیت دی.
https://iqna.ir/fa/news/4266121